پاکستان کې د سکي امتیازي نړیوالې سیالۍ نن(چهارشنبې د سلواغې په ۱۶مه نېټه) د افغان لوبغاړو په ګډون پیل شوې.
په دې لوبو کې نارینه وو په برخه کې څلورو افغان لوبغاړو له خپلو سیالانو سره سیالي پیل کړه چې سجاد حسیني په دوو پړاوونو کې د خپل سیال پر وړاندې ښه وځليد.
هغه د یوې دقیقې او ۴۴ ثانیو په وخت کې لوبه وکړه چې ۲۹ ځای یې خپل کړ.
علي شاه فرهنګ، سید محمدطاهري او شاه آغا رضايي د هېواد درې نور ملي لوبغاړي په ترتیب سره ۳۰، ۳۳ او ۳۴ ځایونه خپل کړل.
دغه لوبې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، آذربایجان، یونان او اکراین هېوادونو د ۵۰ لوبغاړو په ګډون د پاکستان په کوربه توب ترسره کېږي.
دغه لوبې په سوات ښار کې ترسره کیږي.