د ایرمارین جام سیالیو او له ترکمنستان سره دوستانه سیالۍ کې د هېواد فوټبال ملي لوبډلې کمزورې کړنې له نیوکو سره مخ شوې دي.
د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د مالیزیا د ایرمارین په څلور اړخیزو سیالیو کې د عمان او مالیزیا د لوبډلو پر وړاندې د سختو ماتو په منلو سره څلورم ځای خپل کړ.
بل خوا په دغو لوبو کې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې کمزروې لوبېدل د هېوادوالو له نیوکو سره مخ شوي.
د کابل اوسېدونکی حامد سلطاني په دې اړه وايي:«هه پایله چې زموږ ملي لوبډلې ترلاسه کړه زموږ لپاره د منلو نه ده؛ د دې لپاره چې بهرني لوبغاړي دي او په منظمه توګه سره تمرین نهلري، پښې یې له یو بل سره سمې بلدې نه دي چې یوه ښه لوبه وکړي.»
د هرات اوسېدونکی نجیب الله هم زیاتوي:«هغه چا چې په افغانستان کې د فوټبال لوبه کړې وي، هغه ډېر تعصب لري کولای شي ښه لوبه وکړي.»
د فوټبال فډراسیون مسوولان هم د ایرمارین په فوټبال جام لوبو او له ترکمنستان سره په دوستانه سیالیو کې د افغان لوبډلې له لوبو راضي نه دي او ټینګار کوي چې د دې بهیر د ښه کېدو لپاره پروګرامونه په پام کې لري.
د فوټبال فډراسیون سرپرست یوسف کارګر څرګندوي:«هغه پایله چې ملي لوبډلې اخیستې، مثبته پایله نه ده، موږ پر دې قانع یوو، خو د لوبډلې لپاره ځینې پروګرامونه تر لاس لاندې لرو، څو نړیوالو سیالیو ته د غوراوي په سیالیو کې چې پنځه میاشتې وروسته پیلېږي ښې پایلې ترلاسه کړو.»
د فوټبال د ملي لوبډلې کمزورتیا د ملي لوبډلې د پخوانیو لوبغاړو له نیوکو سره هم مخامخ شوي ده؛ آرش هاتفي پر خپلې فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې د لوبو دا بایلل ډېر نهیلوونکي دي نور پلمې بس دي.