د بامیان د ژمني ګرځندویۍ دویم فېسټیوال، د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۸مه) د پروان او بامیان د وزلوبې لوبډلو ترمنځ له دوستانه سیالۍ سره پيل شو.
ټاکل شوې چې دغه فېسټيوال د یوې میاشتې لپاره دوام ولري.
بامیانو ولایت کې چارواکي وايي چې په دغه فېسټيوال کې، د فلم ننداره، نقاشي، انځور، او ژمنۍ لوبې له هغې ډلې سکي او کرلینګ شامل دي.
د دغه فېسټيوال له ترسراوي موخه په بامیان ولایت کې د ګرځندویۍ صنعت وده ښودل شوې ده.
ټاګل شوې چې د دغه فېسټیوال رسمي لوبې او نندارې سبا پيل شي.
د دغه فېسټيوال جوړول د بامیان مېشتو له هرکلي سره مخ شوی. تېره ورځ د دغه ولایت په سلګونه اوسېدونکو د وزلوبې نندارې ته راغلي وو.
د بامیان ولایت اوسېدونکي وايي چې د دا شان فېسټيوالونو او سیالیو ترسراوی، په دغه ولایت کې د ګرځندیۍ صنعت ودې ته زمینه برابره وي.
له دې سره جوخت، بامیانو کې د وزلوبې ځینې لوبغاړي په دغه ولایت کې د معیاري لوبغالو پر نشتون نیوکه کوي.