Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بایسکل ځغاستې پخوانۍ لوبغاړې د اولمپيک لوبو ته نومانده شوې

د افغانستان د بایسکل ځغانستې پځوانی لوبغاړې معصومه علي زاده د راتلوونکي زیږدیز کال د اولمپيک لوبو نومانده شوې ده.

معصومه چې اوس د فرانسې په «انډري چوایس» کلپ کې خپل تمرینونه ترسره کوي، هیله لري یوه ورځ بېرته هېواد ته ستنه شي.

معصومه وايي چې په فرانسه کې د کډوالو لوبډلې له ادرسه د ۲۰۲۱ کال جاپان اولمپیک سیالیو ته نومانده شوې ده:«زه له سلو نورو لوبغاړو سره د اولمپيک په سیالیو کې د کډوالو له ډلې انتخاب شوي یوو.»

بل خوا د هېواد د بایسکیل ځغاستې فډارسیون هیله من دی چې  معصومه به د توکیو په اولمپیکي لوبو کې ښه وځلېږي.
 
د هېواد د بایسکیل ځغاستې فډراسیون رییس فضل احمد فضلي څرګنده کړه:«دا ښه خبر دی چې معصومه علي زاده د اولمپيک لوبو لپاره نومانده شوې ده. زه باور لرم چې معصومه وړتیا لري چې ښه وځلېږي.»

معصومې په ۲۰۱۶ز کال کې د کابل په استازیتوب په فرانسه کې د بایسکیل ځغاستې په یولړ سیالیو کې ګډون وکړ او د دغو سیالیو دویم ځای یې خپل کړ او همدا د دې لامل شول چې د فرانسې یو کلپ نوموړې ته بلنه ورکړي.

معصومې علي زاده او خور یې له ۲۰۱۳ز کاله  تر ۲۰۱۷ز کال پورې د هېواد د بایسکېل ځغاستې د لوبډلې غړیتوب درلود او په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې یې بېلابېل مقامونه ترلاسه کړل. 
 
معصومه  در سال ۲۰۱۶ از کابل در یک دور رقابت‌های دوچرخه‌سواری در فرانسه شرکت کرد و مقام دوم را در آن رقابت‌ها بدست آورد.

شریک یي کړئ