Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د توکیو المپیک ته افغان لامبوزنو چمتوالی

د هېواد لامبو ملي لوبډلې غړی، فهیم انوري د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د توکیو المپیک لورو لپاره د کابل قرغې بند کې خپل تمرینونه پیل کړي او هیله یې یادو لوبو کې د افغانستان بیرغ رپول دی.

نوموړی اوونۍ کې درې ورځې د روغتیايي تابیاوو په پام کې نیولو سره تمرین کوي.

انوري وايي المپیک لوبو کې د ځواکمن ګډون لپاره د تمرین پرمهال تر ۵ کیلو مټرو پورې لامبو کوي. هغه زیاتوي چې هڅه یې المپیک لوبو کې د مډال لاسته راوړلو لپاره ده.

امان حمیدي هم بل لوبغاړی دی چې له فهیم انوري سره یوځای زیار باسي، هغه هم په داسې حال کې د توکیو المپیک لوبو ته نوماند دی چې ښاغلی انوري د کوم لامل له کبله ونه توانیږی لوبو کې ګډون وکړي.

د د توکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبې د کرونا ویروس د خپرېدا او د لوبغاړو روغتیا ته په پام سره د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۲۳ مې د اګوسټ میاشتې تر ۸ مې نېټې ته وځنډېدې.

شریک یي کړئ