د هېواد د کریکټ وتلی لوبغاړی، شهزاد محمدي له کریکټ لوبې د اوو میاشتو محرومیت وروسته بیا دغې لوبې ته راغی.
نوموړی د ملي لوبډلې غړی دی.
محمدي د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په اګست میاشت کې د یوه کال لپاره د کریکټ ځینو اوصولو ترپښو لاندې کولو لپاره له کریکټ لوبې منع شوی وو.
د ښاغلي محمدي د محرومیت دوره یو کال وه.
د افغانستان کریکټ بورډ ویلي د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نوموړی د انظباط کمېټې لخوا بخښل شوی دی.