د نبرد شپې اټک سیالي نن شپه(پنج شنبې د مرغومې په ۱۲مه نېټه) کابل کې ترسره کېږي.
دا یې لسم پړاو دی او په کې شپږو افغان او له ایران او تاجکستانه دوو بهرنیو لوبغاړي په کې ګډون کوي.
د نبرد سیالیو هر پړاو هرو دوو میاشتو کې د موبي ګروپ او ای ال اف سي بنسټ لخوا په ګډه ترسره کيږي او په کې د ازادو لوبو لوبغاړي خپل زور ازمایي.
دغه سیالۍ به نن شپه ۹ بجې له ژوندۍ بڼه له طلوع او لمر ټلویزیونو او ارمان او اراکوزیا راډیوګانو په ژوندۍ بڼه خپره شي.