Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د قطر په وړاندې ډګر ته ور ودانګي

د هېوا د فوټبال ملي لوبډلې، د پنجشنبې پر شپه (د لړم په ۲۳مه) د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام او ۲۰۲۳ اسیا ملتونو غوراوي سیالیو په لړ کې له هندوستان سره لوبه ۱-۱ مساوي کړه.

دا لوبه د افغانستان له بریا سره پیل شوه او د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د انوش دستګیر شاګردانو لوبه بشپړه یرغلي او له سیال لوبډلې ښه پیل کړه او څو ښه موقعیتونه یې ترلاسه کړل او وتوانېدل چې د لومړۍ نیمايي په وروستیو دقیقو کې ذوالفقار نظري د سیالۍ لوبډلې دروازه پرانیزي.

د لوبې د دویمې نیمايي له پيل سره د هند لوبډلې سر روزونکي خپل یو لوبغاړی تبدیل او له هغې وروسته د هغه شاګردانو د لوبې اختیار خپل کړ.

او د هند تبدیل شوي لوبغاړي «دنګل» د دوه اضافي وختونو په لړ کې ګول وواهه. او لوبه ۱-۱ پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو په «اې» ډله کې قطر له ۱۰ امتیازونو سره په لومړي، عمان په ۷ امتیازونو سره دویم او افغانستان له ۴ امتیازونو سره په درېیم، هند له درې امتیازونو سره څلورم او بنګله دېش له ۲ امتیازونو سره په پنځم مقام کې دي. 

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو په لړ کې، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله تر راتلوونکو څلورو ورځو له قطر سره لوبه وکړي.

شریک یي کړئ