Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به د اسټرالیا په وړاندې بخت وازمايي

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به د روان لمریز کال په لیندۍ میاشت کې (د روان زیږدیز کال نومبر میاشت کې) په یوې ټسټ لوبه کې د اسټرالیا له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.

د هېواد د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه لوبه به د روان زیږدیز کال د نومبر له ۲۱مې تر ۲۵مې دوام وکړي چې د روان لمریز کال د لیندۍ له لومړۍ نېټې سره سمون لري.

د کرېکت بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزی په دې اړه وايي چې د ټېست لوبې لپاره دواړه هېوادونه ځانګړې لېوالتیا لري او هیله ده چې د کورونا وژونکی ویروس له ټولې نړۍ ژر تر ژره ورک شي، چې د دغو دوو لوبډلو ترمنځ د سیالۍ لپاره زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه:«د اسټرالیا لوبډله د نړۍ د بریالیو لوبډلو څخه ده، خو زموږ ملي لوبډله هم بشپړ چمتووالی ولري او د افغانستان لپاره دا سیالۍ به یوه شه تجربه وي.»

افغانستان له دې مخکې د بنګله دېش، ایرلنډ، هندوستان او وېسټ اندیز په وړاندې لوبه کړې ده چې د بنګله دېش او اېرلنډ په وړاندې یې بریا ترلاسه کړې خو د دوو نورو لوبډلو په وړاندې یې ماته خوړلې ده.

شریک یي کړئ