د هېوا د کرېکټ ملي لوبډلې د نن سهار (سې شنبې د سلواغې په ۲۲مه) له اېرلنډ سره د درې نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو لپاره هند ته ولاړه.
د کرېکټ ملې لوبډله له کابو درې اوونۍ تمریناتو وروسته د اېرلنډ پر خلاف به د مارچ میاشتې په شپږمه، اتمه او لسمه درې ۲۰ اوریزې سیالۍ وکړي.
دا لوبې به د افغانستان په کوربتوب د هندوستان د نویدا په سپورټي لوبغالي کې ترسره شي.
د اېرلنډ په وړاندې د لوبغاړو په نوملړ کې لوبډلمشر اصغر افغان، رحمنالله گربز، حضرتالله ځاځی، کریم جنت، نجیبالله ځدران، محمد نبي، ګلبدین نایب، مرستیال لوبډلمشر راشد خان، نوین الحق، شاپور ځدران، مجیب الرحمن، قیس احمد، عظمتالله عمرزی، سمیع الله شینواری او عثمان غني شامل دي.
د یادولو ده چې شاپور ځدران له یوه کال وروسته په دغې لوبډله کې اخیستل شوی چې د هغه سربېره عظمت الله عمرزی او قیس احمد هم انتخاب شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د کرېکټ ملي لوبډلې اېرلنډ ته په درې ۲۰ اوریزو سیالیو کې ماتې ورکړې وه.