Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله به سبا د ایرلنډ په وړاندې بخت وازمايي

د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو د نړیوالو سیالیو په درشل کې، د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله سبا ته له ایرلنډ سره د دوه ورځنیو دوستانه لوبو لومړنۍ هغه پيل کړي.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه به د مۍ په ۲۱مه ترسره شي او له هغې وروسته به د هېواد ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په پار انګلستان ته ولاړه شي.

د هېواد د کرېکټ بورډ چارواکي وايي چې ټاکل شوې د نړیوال جام سیالیو له پیل مخکې د هېواد ملي لوبډله به له پاکستان او انګلستان سره یوه یوه لوبه ترسره کړي.

راشد خان، محمد نبي عیسی خېل او مجیب ځدران چې د هند د کرېکټ غوره لیګ کې د حضور له امله د ملي لوبډلې په ترکیب کې نه وو، له ایرلنډ سره په سبانۍ لوبه کې به دوی هم حضور ولري.

د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو له دې مخکې ۲۵ یو ورځۍ لوبې کړي چې ۱۲ لوبې یې افغان ملي لوبډلې ګټلې دي.

شریک یي کړئ