د هېواد د غرختوونکو ملي فډراسیون د لسو تنو غړو له ډلې پنځه تنه یې وتوانېدل چې د هندوکش د دشت خوني ۴،۵۰۰ مټري څوکه فتح کړي.
د دغې څوکې سرته د دغو لوبغاړو د ختلو موخه، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د خلکو مقابله او نړیوالو ته د افغانستان د طبعیي ښکلاوو ښودنه بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سپورټي فعالیتونه نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې رخصت دي.