د افغانستان د کریکټ ملي لوبدلې انګستان کې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نړیوالو سیالیو په دوهمه لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې ماته ومنله.
سیالي سېشنبې(د غبرګولي په ۱۴مه نېټه) ترسره شوه چې د ۳۴ منډو په توپیر د سریلانکا په ګټه پایته ورسېده.
افغانستان په لومړي کې توپ اچونه غوره کړه او د سریلانکا لوبډلې د باران له کبله د ځڼد سره سره افغان لوبډلې ته د ۲۰۱منډو هدف وټاکه.
د کریکټ د نړیوال قانون پر بنسټ د افغانستان لوبډله اړه وه چې ځنډ له کبله په ۴۱ اورونو کې ۱۸۷ منډې پوره کړي، خو لوبه یې د ۳۴ منډو په توپیر وبایلله.
افغان لوبډلې تېره سیالي اسټرالیا ته بایللې وه.
په داسې حال کې چې د سریلانکا پر وړاندې افغان لوبغاړی، نبي عیسی خېل ښه لوبه وکړه، څلور لوبغاړي یې وسوځول او ۳۰ منډې یې ورکړې، همداراز د سیالې لوبډلې لوبغاړي، ملینګا د ۳۹ منډو په ورکړې درې افغان لوبغاړي وسوځول.
بل سریلانکايي لوبغاړي، کوسال پریرا هم ۷۸ منډې ترسره کړې.