د هېواد د کریکت ملي لوبغاړی، نبی عیسی خېل نړیوالو ۲۰ اوریزو یوې ورځنیو لوبو کې د لومړي الرونډر ځای خپل کړ.
د کریکټ نړیوالې شورا تازه خپور شوي نوملړ کې نبي په سر کې دی او ځای کې یې بدلون نه دی راغلی.
همداراز نوملړ ښیې چې راشد خان بیا شل اوریزو لوبو کې د نړۍ شپږم غوره لوبغاړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د هېواد د کریکټ لوبغاړي راشد خان او نبي عیسي خېل د کریکټ نړیوالې شورا نوملړ په سر کې راغلي وو.