Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کریکټ ۱۹کلنو لوبډله له پاکستان سره لوبه کوي

د افغانستان له ۱۹ کلنو لوبډله، د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو سیالۍ کې د ګډون په موخه به د جمعې په ورځ(د سلواغې په ۱۱ نېټه) له پاکستان سره لوبه وکړي.

یاده لوبډله د لوبې چمتوالي په موخه د سویلي افریقا بنوني ښار ته تللې ده.

د ۱۹ کلنو کریکټ لوبغاړو لوبډلې افغان لوبډلې مشر روزونکي رییس احمدزي له سویلي افریقا او اماراتو سره لوبې د افغان لوبغاړو لپاره ښې تجربې بولي.

هغه ویلي:«زموږ بیټسمنانو له لوبو دا تجربه اخیستې چې څنګه په میدان کې له لوبې سره ځان بلد کړي. او څومره چې لوبغاړي میدان کې وخت تېر کړي، کولی شي چې ښه لوبه وکړي.»

ښاغلی احمدزی لوبغاړو ته سپارښتنه لري چې لوبه کې د ډېرو احساساتو پر ځای له ډېر فکر او دقت نه کار واخلي، څو لوبه ښه ترسره شي او بریا خپله کړو.

نوموړی زیاتوي:«موږ بنګله دیش او پاکستان سره ذهني چمتووالی درلود، او موږ پوهېدو چې یوه سره به لوبه وي، خو اوس چې پاکستان سره ده، موږ خوشاله یوو، زه هم او لوبغاړي هم، خو پاکستان لوبډله هم پیاوړې ده. موږ به کوشش وکړو چې له احساساتو ډېر کار وانخلو او له فکر نه کار واخلو.»

دا په  داسې حال کې ده چې د افغانستان د کریکټ ۱۹کلنو لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د عربي متحده اماراتو او سویلي افریقا پر وړاندې له بریا وروسته، د دغو سیالیو ۸غورو لوبډلو لوبو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ.

افغان لوبډلې خپله دوهمه لوبه له عربي متحده اماراتو د ۱۶۰منډو په توپیر وګټله.

روزونکی، رییس احمدزی لوبغاړو ته سپارښتنه لري چې لوبه کې د ډېرو احساساتو پر ځای له ډېر فکر او دقت نه کار واخلي، څو لوبه ښه ترسره شي او بریا خپله کړو

شریک یي کړئ