Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کریکټ ۱۹ کلنو لوبډله له پاکستان سره د لوبي چمتووالی نیسي

د هېواد د کریکټ ۱۹ کلنو لوبډله له پاکستان سره لوبې لپاره د سویلي افریقا په بېنوني ښار کې ده او ټاکل شوې سبا(جمعه د سلواغې په ۱۱مه نېټه) د افغانستان په وخت ۱۲:۳۰ له پاکستان سره لوبه وکړي.

دغه لوبه د نړیوال جام سیاليو په لړ کې څلورو غوره لوبډلو ته د لارې موندې په موخه ترسره کیږي.

د ۱۹ کلنو لوبډلې سرروزونکی، رییس احمدزی وايي:«موږد پاکستان پر وړاندې لوبې ته پوره چمتووالی لرو، څلورو تېرو ورځو کې مو بنوني ښار کې تمرین وکړ او هغې لوبې ته په کتو چې موږ په ډله ییزه توګه ترسره کړه، هیله لرو چې وکولی شو، نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړو.»

په وروستیو کې پنځو لوبو کې چې دواړه لوبډلې سره مخامخ شوې دي، د افغانستان ۱۹ کلنو کریکټ لوبډله توانېدلې ده چې پاکستان ته ماته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوبډله په ډله ییزو لوبو کې دوې بریاوې او یوه مساوي لوبه درلوده، څو دې پړاو ته یې لار پیدا کړه.

د ۱۹ کلنو لوبډلې کپټان، فرحان راخېل وايي:«لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، د جمعې په ورځ موږ د پاکستان پر وړاندې مهمه لوبه لرو او موږ دغې لوبې ته پوره چمتووالی لرو او هغه ښار کې چې له پاکستان سره لوبه ده، موږ بشپړه تمرین ترسره کړ او چمتو یوو.»

که د افغانستان لوبډله سبا وتونیږي د پاکستان لوبډلې ته ماته ورکړي، په نیمه پای لوبه کې به د هند پر وړاندې چې د نړیوالو لوبو اتله ده، لوبه وکړي.

دغه لوبه د نړیوال جام سیاليو په لړ کې څلورو غوره لوبډلو ته د لارې موندلې په موخه ترسره کیږي.

شریک یي کړئ