د هېواد د کرېکت بورډ نن جمعه (د وري په ۱۶ مه) په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه ګوښه کړل شوی دی.
د ښاغلي افغان پر ځای په یو ورځنیو لوبو کې ګلبدین نایب، په شل اوریزو لوبو کې راشدخان ارمان او په ټسټ یا پنځو ورځنیو لوبو کې رحمت شاه زرمتی د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي.
د کرېکټ بورډ چارواکي وايي چې دا پرېکړه د روان کال په لړ کې انګلستان کې د پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو د چمتووالي لپاره نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله نړیوال جام سیالیو چمتووالي لپاره سوېلي افریقا ته په سفر ولاړل.