Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۱۹کلنو لوبغاړو انګلستان ته تدارکاتي کریکټ لوبه کې ماته ورکړه

 د هېواد د ۱۹کلنو عمر لاندې لوبډلې سې‎‌شنبې(د مرغومې په ۲۴مه نېټه) په یوه تدارکاتي لوبه کې انګلستان ته د ۲۱منډو په توپیر ماته ورکړه.

په دې لوبه کې د هېواد کریکت لوبډله بریالۍ شوه چې پچه وګټي او خپله یې توپ وهنه پیل کړه.

د هېواد لوبغاړي وتوانیدل پنځوسو اورونو کې د ۸لوبغاړو سوځېدو سره ۲۰۵منډې جوړې کړې. لوبه کې عبدالرحمن ۵۴ او محمد اسحاق ۴۳ منډې وکړې.

خو پر وړاندې یې د سیالي انګلستان لوبدلې غړي، لوري بلیک کولین هم درې لوبغاړي وسوځول.

توپ وهنې برخه کې انګلستان کله چې ۴۷ اور ته ورسید د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۴ منډې وکړې او پایله کې بریا یې د ۲۱ منډو په توپیر افغان لوبغاړو ته وسپارله.

انګلستان ته لوري جوي ایویسون ۳۷ او جیک هاینیس ۲۹ منډې وکړې.

په همدې حال کې افغان لوبغاړو د توپ وهنې په برخه کې عبدالرحمن درې، نوراحمد او شفیق الله غفاري په وار سره دوه دوه سیال لوبغاړي له میدانه ویستل.

په دې لوبه کې عبدالرحمن وتوانید چې د خپلې لوبډلې په ګټه ۵۴ منډې ترلاسه کړي

شریک یي کړئ