د هېواد ۱۹کلنو لوبغاړو د کریکټ لوبډله د ۲۰۲۰ زیږدیز کال نړیوالو سیالۍ ګډون په موخه نن(چهارشنبې د مرغومې په ۱۱مه نېټه) سویلي افریقا ته ولاړه.
دغه سیالۍ چې پنځوس اوریزو کې ترسره کېږي، ټاکل شوې افغانستان د روان زیږدیز کال د جنوري په ۱۷مه نېټه د کوربه، سویلي افریقا سره خپله لوبه وکړي.
د افغانستان د کرېکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې خپلې وروستۍ لوبې له هند سره وکړې.
دوی له هند سره د ۲۰۲۰ زیږدیز کال سیالۍ ته د چمتووالي په موخه لوبې وکړې چې درې یې وبایللې او دوې یې وګټلې.
دغه د کرېکټ یو ورځنۍ سیالۍ د افغانستان په کوربتوب د لکنو ښار کې ترسره شوې چې د لیندۍ په ۹مه نېټه پایته ورسېدې.
د افغانستان د کرېکټ نولس کلنې ملي لوبډلې یو ورځنیو سیالیو کې د حضور لپاره، کابل کې یو میاشتنی تمرین ترسره کړی و.