د اسیا فټبال کنفدراسیون او د فټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا نن(چهارشنبې د زمري په ۲۲مه نېټه) د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام فټبال او د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اسیا ملتونو جام د مقدماتي سیالیو له ځنډولو خبر ورکړی دی.
دوی په رسمي توګه اعلان کړی دی چې دغه سیالۍ به روان کال کې نه ترسره کیږي.
ټاکل شوې وه د ۲۰۲۲ زیږدیز کال نړیوال جام مقدماتي سیالۍ په قطر کې او همداراز ۲۰۲۳ زږدیز کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ اکتوبر او نومبر میاشتو کې ترسره شوې وی.
ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې ترسره شي.
د اسیا فټبال کنفدراسیون خبرپاڼه کې ویلي دي چې سیالۍ له فیفا سره په همغږۍ ځنډول شوې دي او د پیل کره نېټه به یې ژر اعلان شي.
ټاکل شوې وه د دغو سیالیو مقدماتي لړۍ کې په اکتوبر میاشت کې افغانستان هم له بنګله دیش سره لوبه کړې وی.