شهزاد محمدي د هېواد د کرېکټ توپوهونکی (بېټکس من)د نړیوال جام سیالیو څخه لیرې کړل شو.
د هېواد د کرېکټ بورډ د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه توپوهونکی په زنګانه کې د ټپ له امله نه شي کولای چې د نړیوال جام په نورو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره لوبه وکړي.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې محمدي کابل ته راغلی او اکرام علي خېل به د هغه پر ځای لوبه وکړي.
علي خېل تراوسه یوازې دوه ځلې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په ترکیب یو ورځنۍ لوبې کړې دي.
شهرزاد محمدي د روان نړیوال جام په دوه لوبو کې ګډون درلود چې د اسټرالیا په وړاندې یې له منډې پرته وسوځېد او د سریلانکا په وړاندې بیا وتوانېد چې یوازې اوه منډې جوړې کړي.