کابل بازانو او مس عینک لوبډلو وکړی شول چې د نن ورځې(یک شنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) د شپږیزې کريکټ سیالیو نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړي.
د دغو لوبو په دوام سره نن مس عینک لوبډلې وکړای شوای چې کابل بازانو لوبډلې ته ماته ورکړي.
د شپږیز په شپږم پړاو لوبو کې د نهو ویکټو په توپیر سره مس عینکو کابل بازانو ته ماته ورکړه.
په دې سره د مس عینکو لوبډلې د لوبې وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.
لوبه کابل بازانو له توپ وهنې سره پیل ک ړه او وتوانید چې په ۲۰ اورونو کې د ۶لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې جوړې کړي.
لوبه کې کریم جنت ښه وځليد او خپلې لوبډلې ته یې ۲۷ منډې وکړې، همداراز پر وړاندې یې د مس عینک لوبډلې لبغاړی، نوراحمد هم ښه لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.
په پای کې د مس عینک لوبدلې په ۱۸ اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره کړ او د لوبې بریا یې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې شپږ ورځې کېږي پیل شوې، شپږ ورځې نورې به هم دوام وکړي. په دې لوبو کې د ټولو کورنیو لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.