د هېواد د آزدو مبارزو لوبغاړي، شېرشاه مبارز چین کې د آسیا آزادو مبارزو اتلولیو لوبو کې خپل کوریایي سیال ته ماته ورکړه.
دا لوبو د چېن په هاربن ښار کې ترسره شوې.
په دې لوبو کې د هېواد په ایتازیتوب شېرشاه مبارز اویا او صبرالله بیګزار په ۸۰ کیلو ګرام وزن ګډون کړی وه.
د آسیا آزادو مبارزو اتلولیو لوبې نن(شنبې د زمري ۶مه) پیل شوې او تر درېیو ورځو پورې به د وام وکړي.
په دې لوبو کې د هېواد د لوبډلې روزونکی د آزادو مبارزو اتل، بازمحمد مبارز دی.
باز محمد مبارز له افغان لوبغاړو سره چین ته ولاړ دی. دی وايي:«موږ ددې لوبو لپاره دوه مهم لوبغاړي وټاکل، هیله ده چې ښه لاسته راوړنه ولرو.»
صبرالله بیګزاد وايي:«په دې لوبو کې ۱۸ هېوادونه ګډون کوي چې له نیکه مرغه له افغانستان څخه هم په دې لوبو کط لوبغاړی ګډون لري.»