هرات کې د وزلوبې سیالۍ چې له شپږو کلونو راهیسې درول شوې وې، نن (جمعه، د مرغومې په ۲۰مه) بیا پيل شوې.
په نننۍ سیالۍ کې د هرات او د هېواد د شمالي ولایتونو کابو ۲۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.
د هرات د وزلوبې فډراسیون رییس بشیراحمد احراري په دې اړه وايي:«دا زموږ ډېر لرغونی دود دی. ۴۰ کاله کېږي چې د وزلوبې ډګر او فډراسیون مو جوړ کړی دی.»
د هرات د وزلوبې د لوبډلې مسوول محمد عارف حمیدي هم وویل:«یوه اوونۍ کېږي چې د شمالي ولایتونو اسپ ځغاستي هرات ولایته راغلي دي. دوی تر پسرلي پورې خپل اسپ ځغلونې ته دوام ورکوي.»
ځينې چاب اندازان چې له شمالي ولایتونو هرات ته راغلي، وايي چې د هرات چاب اندازانو ته روزنه ورکوي.
هغوید وزلوبې لوبغاړي د سیالۍ پر بیا پېلېدو خوښ دي او وزلوبه د هېواد له لرغونو لوبو بولي او د حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي.
د وزلوبې لوبغاړی محمد ظریف په دې اړه وویل:«د دولت او فډراسیون له خوا دې زموږ ملاتړ وشي چې وزلوبه زموږ خپل وطني لوبه ده.»
د وزلوبې لوبغاړی محمد اکبر هم زیاتوي:«باید خلک وهڅوي او حکومت هم زموږ ملاتړ وکړي.»
د وزلوبې نننۍ سیالۍ چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې وې، د هرات په سلګونه اوسېدونکي د هغوی لیدو لپاره راغلي وو.
د هرات اوسېدونکی دل آقا رحیمي څرګنده کړه:«وزلوبه یو ښه شوق دی او له پخوا موږ ته به میراث پاتې ده.»
وزلوبه د هېواد یوه له لرغوني او ملي لوبو ده چې تر ډېره د هېواد په مرکزي او شمالي ولایتونو کې کېږي.