Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسي د شپږم ځل لپاره د سرو زرو توپ ګټوونکی شو

د بارسلونا ارجنټایني ستور لیونل مسي د دوشنبې پر شپه (د لیندۍ په ۱۱مه)د شپږم ځل لپاره په نړۍ کې د فوټبال غوره لوبغاړی شو او د ۲۰۱۹ز کال د سرو زرو پنډوسکی (توپ) ترلاسه او بې مخینه رکارډ یې په خپل نوم ثبت کړ.

د ارجنټاین ملي لوبډلې ۳۲ کلن لوبډلمشر او د بارسلونا بې ساري ستوري د اسپانیا، لالیګا او همدارنګه د اتلانو په لیګونو کې د ښه ځلېدو له امله د سرو زرو پنډوسکي ګټونکی شو.

هغه همدارنګه په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو کې هم توانېدلی و چې دغه جایزه ترلاسه کړي.

دا د فوټبال په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو لوبغاړی له پنځه ځلې زیات دغه ارزښتمنه جایزه ترلاسه کوي.

په ۲۰۱۹ز کال کې د سرو زرو توپ د ترلاسه کولو نوماندان عبارت دي له ویرژیل فن ډایک، کرېسټیانو رونالډو، ساډیو مانه، محمد صلاح، کیلیان امباپه، الېسیون بکر، رابرټ لوانډوفسکي، برناردو سیلوا او ریاض محرز نه.

د دوشنبې شپې په مراسمو کې همدارنګه د انګلیس لېورپول لوبډلې برازیلي دروازه ساتونکي الیسون بکر د ۲۰۱۹ز کال د غوره دروازه ساتونکي جایزه ترلاسه کړه.

بلخوا د ښځو په برخه کې د سرو زرو پنډوسکی د امریکا د فوټبال ښځينه ملي لوبډلې لوبډلمشرۍ بیا مګان راپینو خپل کړ.

د سرو زورو توپ جوایزو ورکړې مراسم هر کال په پاریس کې د فرانس فوټبال مجلې له خوا جوړېږي. 

لونل مسي همدارنګه په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو کې هم توانېدلی و چې دغه جایزه ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ