Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د کرېکټ ملي لوبډلې تمریناتي لوبې

د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۳مه) اعلان وکړ چې دغه بنسټ په ننګرهار ولایت کې د کرېکټ ۱۶ او ۱۷ کلونو ملي لوبغاړو لپاره تمریناتي پنډغالی جوړ وي.

د دغو تمریناتو له ترسراوي موخه، د نولس کلونو اسیا جام سیالیو لپاره چمتوالی ښودل شوی چې ټاکل شوې په ۲۰۲۱زیږدیز کال کې ترسره شي.

دغه تمریناتي کمپ د ننګرهار ولایت د غازي امان الله خان په لوبغالي کې به ترسره شي.

کابو یوه میاشت مخکې، د کرېکټ لوبغاړو لومړنی تمریناتي کمپ په کابل کې ترسره شو. د کورونا ویروس د خپرېدا له امله د کرېکټ لوبغاړو فعالیتونه درول شوي وو.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړي له مخکې تعیین شوي مهال وېش پر بنسټ - د کرېکټ د نړیوالې شورا د اجازې په صورت کې - په روانه زیږدیزه میاشت کې له زېمبابوې سره پنځه ۲۰ اوریزې لوبې وکړي.

دغه لوبې به هم د اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په پار ترسره شي.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړي د تمریناتي کمپونونو ترسراوی ډېر ګټور ګڼي.

شریک یي کړئ