Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال جام: افغانستان د نیوزلنډ په وړاندې بخت ازمايي

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۸مه) ن نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه د نیوزلنډ په وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دواړو لوبډلو تراوسه یوازې یوه، یو ورځنۍ لوبه ترسره کړې چې بریا د نیوزلنډ په برخه وه.

د نړیوال جام سیالیو په نوملړ کې نیوزلنډ لومړی مقام لري، خو افغان لوبډله بیا په دغه نوملړ کې وروستۍ ځای لري.

د دغې لوبې له پیل مخې د نیوزلنډ سرروزونکي ګري سټېډ خبریالانو ته ویلي چې «افغانستان یو ځواک دی او څرخي توپ اچونه یې یو له ځواکونو څخه دی.»

هغه د هېواد د غوره توپ اچوونکي راشد خان په اړه څرګنده کړه:«موږ د راشد خان په اړه خپلې کورنۍ دندې ترسره کړي، خو مجیب او نبي له هغې ډلې کسانو څخه دي چې په پرېکنده توګه د افغانستان لپاره ځواک دي.»

بلخوا د افغان لوبډلې لوبډل مشر ګلبدین نایب په دې باور دی چې د نیوزلنډ لوبډلمشر کاني ویلیم سن به د راشد خان په وړاندې له ستونزو سره مخ شي.

هغه په دې اړه وویل:«زه فکر کوم چې نه یوازې کاني، حتا د نورو لوبغاړو لپاره به هم ستونزه جوړه کړي. حتا کله چې زموږ خپله توپ‎وهونکي د هغه په وړاندې لوبېږي له ستونزو سره مخ کېږي.»

د ویلو ده چې کاني، راشد او نبي د هند غوره لیګ د سن‎رایزرز لوبډله کې د دوه کلونو لپاره سره ملګري وو.

د افغان اتلان په دوه مخکنیو لوبو کې چې د اسټرالیا او سریلانکا په وړاندې وو ماته خوړلې ده.

شریک یي کړئ