Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د تکواندو غوراوي سیالۍ پیل شوې

هرات کې د تکواندو ښځینه لوبډلو ترمنځ د غوراوي سیالۍ نن(چهارشنې د سلواغې په ۹مه نېټه) پیل شوې. د دغو سیالیو موخه د هېواد په کچه د تکواندو لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

دغو سیالیو کې ۷ لوبډلو او ۷۸ ښځینه لوبغاړو ګډون کړی دی.

د هرات د ټکوانډو فډراسیون رییس، جاوید رسولي د دغه سیالیو په اړه وايي:«د لوبو کمي او کیفي کچه د تېر کال پرتله ډېره ښه شوې ده، او موږ یې هیله من کړو.»

ځیني لوبغاړي وايي چې ښه مهارتونه یې زده کړي او کولی شي په ملي او نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي. دوی ښځینه لوبغاړو ته د زیاتو امکاناتو د برابرولو غوښتونکي دي.

لوبغاړې، روبینا رسولي وايي:«موږ خپله هڅه کړې او ما د سرو زرو مډال ترلاسه کړ، زه به بیا هم هڅه وکړم، او مرکز کې به ملي لوبډلې ته ولاړ شو، هیله لرم هلته هم ښه وځلیږم او د هېواد بیرغ نورو هېوادونو کې پورته کړم.»

بله لوبغاړې، فاطمه توکلي زیاتوي:«خوشاله کیږم چې د نجونو لیږ کې لوبې ترسره شي، ما یو رونډ په بریالیتون ترسره کړ اوس دوهم رونډ ته په تمه یم چې هغه هم په بریالیتوب سره پای ته ورسوم.»

یو شمیر نورې ښځې بیا د دغو سیالیو د نندارې لپاره دلته راغلي دي. دوی وايي که چیرې ښځینه لوبغاړو ته موکه برابره شي؛ نو هغوی کولی شي د سپورټ په بیلابیلو برخو کې د هېواد درې رنګه بیرغ په نړۍوالو سیالیو کې په رپېدا راولي.

د هرات اوسېدونکې، مهدیه شریفي وايي:«څومره چې ښځو ته زمینه برابره شي نو د ښځو د لوبو  کچه به لوړه شي او ټولنه کې به پرمختګ وکړي.»

د هرات اوسېدونکې، خدیجه احمد زاده څرګندوي:«ښځې هم وړتیاوې لري، او باید ټولنې افکار یې مخه ونه نیسي، که زمینه برابره شي ورته دوی کولی شي چې خپلې وړتیاوې ښکاره کړي.»

د هرات د ټکوانډو ښځینه لوبډله د افغانستان اتله لوبډله ده. د هېواد د ټکوانډو د ښځينه لوبډلې ډېری غړي د هرات له لوبغاړو دي. د هرات د ټکوانډو فډراسیون مسوولین وايي د دغه ولایت یو شمېر لوبغاړو په تېر یوه کال کې د ټکواندو په نړۍوالو سیالیو کې څو مډالونه هم ترلاسه کړي دي.
 
شریک یي کړئ