هېواد کې د باولینګ لوبې عمر دوه کاله دی، خو د نارینه و ترڅنګ اوس مهال ډېرې مېرمنې هم لېواله دي چې دغه لوبه وکړي.
د باولینګ فدراسیون په ۲۰۱۸ زیږدیز کال د هېواد المپیک ملي کمېټې په چوکاټ کې جوړ شو او له هغې مودې راهیسې ډېرې لاسته راوړنې لري.
شمایل هم د باولینګ له مینوالو ده او هره ورځ کابل کې کلپ ته ځي، څو د دغې لوبې تمرین وکړي.
هغه وايي چې د څلورو کالو راهیسې دغه لوبه کوي.
شمایل زیاتوي لومړۍ یې یوازې د سرګرمۍ لپاره باولینګ کاوو، خو اوس یې دغه لوبه په مسلکي ډول زده کړې او د باولینګ لوبډلې غړې ده.
شمایل وايي هیله لري چې نړیوالو لوبو کې لوبه وکړي.
افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې نړیوالو لوبو کې د باولنیګ په برخه کې ګډون وکړ چې د ۵۲ هېوادونو په منځ کې یې ۳۳ ځای خپل کړ. همداراز د کویټ په لوبو کې ۲ ښځو او دریوو نارینه و ګډون وکړ چې ښه وځلېدل.
د هېواد باولینګ فدراسیون رییس، ادریس فاروقي وايي له دې لوبې سره د ځوانانو مینه ور تر بلې مخ په زیاتېدو ده او دوی یې هم د پرمختګ لپاره تابیاوې نیولې دي.