د هېواد د والیبال ملي لوبډله په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه نن(یکشنبې د سلواغې په ۲۷مه نېټه) د یوې میاشتې لپاره ایران ته ولاړه.
په دې تمریناتي کمپ کې د هېواد د والیبال ملي لوبډلې شلو لوبغاړو د اسیا د مرکزي زون په سیالیو کې د چمتوالي په موخه ګډون کړی دی.
د هېواد د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې رییس، حفیظ ولي رحیمي وايي:« له هېواده بهر د تمریناتي کمپونو ترسره کول د لوبغاړو کچې لوړوالي لپاره ګټوره ده او دا تمرینونه کولی شي چې د لوبغاړو تخنیکي او مسلکي وړتیاوې لوړې کړي.»
د هېواد د والیبال ملي لوبډلې مدیر، سید نعمت الله مشتاق زیاتوي:« د دغو تمریناتي کمپونو په پای کې به څوارلس تنه د ملي لوبډلې په ترکیب کې د اسیا مرکز زون لوبو کې به ګډون کوي.»
په ورته وخت کې د والیبال لوبغاړي د دغه ډول تمریناتي کمپونو جوړېدل، د خپلو وړتیا د لوړولو په برخه کې ګټور بولي.
د هېواد د والیبال ملي لوبډلې روزونکی، محمد شعیب عزیزي څرګندوي:« دا تمریونه د لوبغاړو لپاره ډېره ګټور دي او کولی شي چې د اسیا مرکز لوبو رسیدو لپاره موږ خپلې موخې ته ورسوي، او موږ کولی شو دې لوبو کې ښه لاسته راوړنه ولرو.»
ټاکل شوې د اسیا د مرکزي زون د والیبال سیالۍ چې د کب پر ۲۸مې پیل او د وري تر یولسمې دوام وکړي د بنګله دیش په کوربتوب ترسره شي.