ځينو لوبغاړو کابل کې د فري سټایل سپورټونو په ننداره کې ګډون کړی او د دغه سبک په بېلابېلو برخو کې ننداریز حرکتونه ترسره کړل.
دغه ننداریز پرګرام کې نن شنبې (د مرغومې په ۲۱مه) د «سولې» موسسې له خوا جوړ شو.
په دغه یو ورځني ننداریز پروګرام کې ۲۵ ښځینه او نرینه لوبغاړو د بایسکل فري سټایل، پارکور او رولر بېلډ په سبکونو کې ګډون کړی وو.
د دغه نمایش جوړونکي، د دغه پروګرام جوړول هېواد کې د بېلابېلو سپورټونو معرفي کول او همدارنګه سپورټ ته د ځوانانو هڅول بولي.
ورته مهال لوبغاړي هم د دا شان پروګرامونو له جوړېدو هرکلی کوي او هغه په هېواد کې د فري سټایل سپورټونو د ودې لپاره ګټور ګڼي.
د پاورکور سپورټ کابو نه کاله کېږي چې په افغانستان کې دود شوی. د بایسکل فري سټایل چې د بایسکل ځغاستې سپورټ برخه ده هم څو کاله کېي چې په افغانستان کې دود شوی. او د رولر بېلډ سپورټ هم کابو پنځه کاله کېږي چې پیل شوی دی.