Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د مېرمنو د باولینګ غوراوي سیالۍ

د پلازمېنې د باولینګ ښځينه منتخبې لوبډلې لپاره د غوراوي سیالیو دویم پړاو، له اتو غوره څېرو سره د پنجشنبې پر ماښام پای ته ورسېد.

په دغو یو ورځنیو سیالیو کې شل ښځو ګډون کړی وو.

دغه سیالۍ په درې پرله پسې لوبو کې ترسره شوې چې په پای کې اته غوره لوبغاړو وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.

د باولینګ لوبغاړې مهشید بارز په دې اړه وايي:«د سیالیو کچه ډېره لوړه ده او ټولو ښځو ښه چمتووالی نیولی دی.»

په دغو سیالیو کې زحل بیات د نورو لوبغاړو ښه وځلېده او د ۳۸۹ امتیازونو په ترلاسه کولو بل پړاو ته د لومړي کس په توګه لار پيدا کړه.

د باولینګ فډراسیون رییس ادریس فاروقي په دې اړه وویل:«کابو یوه میاشت وروسته موږ د دغو سیالیو درېیم پړاو به هم ترسره کړو.»

د یادولو ده چې د پلازمېنې د باولینګ منتخبې لوبډلې لپاره د نرینه او ښځينه لوبغاړو د دویم پړاو سیالیو وروستۍ لوبې د راروانې اوونۍ په دوشنبې په ترسره شي.

TOLOnews

د کابل په یوه کلپ کې د باولینګ د ښځينه لوبډلې ځينې غړې.

کابل کې د مېرمنو د باولینګ غوراوي سیالۍ

په دغو سیالیو کې اته غوره لوبغاړو د وروستي پړاو د حضور جواز ترلاسه کړ.

شریک یي کړئ