نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره المان کې د بایرن مونیخ کلپ د فوټبال تمرینات نن (سېشنبې د ورې په ۱۹مه) د ځانګړو تابیاوو سره پیل کړل.
د بایرن مونیخ غړو د کرونا ویروس له کبله په کور کې له یوې مودې قرنطین وروسته یې د ځانګړو روغتیايي تابیاوو سره تمرین پیل کړ.
بایرن مونیخ خبرپاڼه کې ویلي دي:«د بایرن مونیخ لومړۍ لوبډلې د دوشنبې ورځې د اپریل په ۶مه نېټه خپل تمرینات له سره پیل کړل.»
د بیلد ورځپاڼې د خبر له مخې، د ډلې غړو د روغتیايي اوصولو په پام کې نیولو سره تمرینونه کړي دي.
د تمرین پرمهال لوبغاړو نیم تر یوه مټره واټن په پام کې نیولی.
په داسې حال کې چې بوندس لیګا خپلې لوبې د اپریل میاشتې تر ۳۰ مې پورې ځنډولې دي، او د پیل نېته یې هم تر اوسه نه ده څرګنده.