Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرېکټ بورډ: لوبډله له هند سره ټسټ‎لوبې ته پوره چمتووالی لري

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، د هېواد کرکټ ملي لوبډله په بشپړ ډول له هندوستان سره تاریخي ټیسټ لوبې ته چمتو شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ( د غبرګولي۲۴مه) هند سره د بنګلورو ښار په سټیډیوم کې د لوبې ډګر ته کیوځي.

افغان لوبغاړي د دغې لوبې په اړه وايي، خپلې بریا لپاره بشپړ چمتووالی لري.

افغانستان تر دې وړاندې له بنګله دیش څخه د شل اوریزو لوبو سیریز ګټلی او په پوره مورال سره به له هند سره هم لوبه وکړي.

افغانستان چې تازه د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب اخیستی، له څو میاشتو راهیسې د بېلا بېلو هیوادونو د لوبډلو په ټکولو او ماتولو کې بریالی شوی دی.

مخکې له دې ټایمز اف انډیا راپور کړی وه چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپټان، اصغر ستانکزي له بنګله‎دیش سره له ۲۰ اوریزو لوبو وروسته چې درې واړه لوبې یې وګټلې وايي، لوبډله به یې د هند سره په ټسټ لوبه کې لوړې روحیې سره مخامخ شي.

د ستانکزي ویلي وه چې په باور یې د لوبډلې چمتووالی ښايي د هند لپاره یوه اندېښنه ووسي او همداراز د بنګله دیش پر وړاندې لوبې لامل شوې چې د افغانستان لوبډله ښه چمتووالی ولري.

د هېواد کرکټ لوبډلې توپ اچوونکی، راشد خان چې د بنګله دیش پر وړاندې یې بریاوو کې غوره ونډه اوس مهال په دې لوبه کې هم مهم لوبغاړی دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکي پنجشنبې هند سره د بنګلورو ښار په سټیډیوم کې خپله ټسټ لوبه کوي

شریک یي کړئ