Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کفا جام: د هېواد د فوټبال ۱۵ کلنو لوبډلې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

د هېواد د فوټبال  ۱۵ کلنو لوبډلې، د مرکزي اسیا د اتلولیو د سیالیو (کفا) په لړ او په خپله څلورمه لوبه کې د ترکمنستان د فوټبال ۱۵ کلنو ملي لوبډلې ته ۳ -۰ ماتې ورکړه.

دا لوبه نن شنبې (د زمري په ۶مه) له غرمې وروسته پنځه نیمې بجې د ازبکستان په تاشکند ښار کې ترسره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد فوټبال ۱۵ کلنو لوبډلې له دې مخکې د ایران د ۱۵ کلنو ملي لوبډلې څخه ۱-۰ ماتې خوړلې وه.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون په وینا، ټاکل شوې ده د هېواد فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډله په خپلې وروستۍ لوبه کې د ازبکستان په وړاندې لوبه وکړي.

له دې وړاندې د هېواد د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې، په خپلې دویمې لوبه کې ۲-۱ په وړاندې قرغیزستان ته ماتې ورکړې وه، خو په خپلې لومړۍ لوبه کې یې له تاجکستان څخه ۳- ۰ په وړاندې ماته خوړلې وه.

شریک یي کړئ