کندهار ولایت، د څو سوېلي او همدارتګه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د دودیزې غېږ نیونې د سیالیو کوربه و.
په دغو دوه ورځنیو سیالیو کې، د هرات، کندهار ولایتونو او همدارنګه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې خیبر پښتونخوا ایالت ۶۰ تنه پهلوانانو ګډون کړی وو.
د دغو سیالیو جوړونکي وايي چې د دغو سیالیو له جوړولو سره یې غوښتي د هېواد د ولایتونو او همدارنګه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې اوسېدونکو ترمنځ نږدېوالي ته زمینه برابره کړي.
د دغو سیالیو یو تن جوړونکی حاجي پهلوان په دې اړه وايي:«په دغو سیالیو کې ۳۰ تنو لوبغاړو له هرات ولایته ګډون کړی او نورو لوبغاړو سره سیالي وکړه. دغه سیالۍ د یو بل منلو او سولې لپاره ډېره زمینه برابره وي.»
د حاجي پهلوان په وینا، ټاکل شوې په نږدې راتلوونکي کې دغه سیالۍ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ترسره شي.