Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د لومړي ځل لپاره د مېرمنو لپاره سپورټي کلپ جوړ شوی

د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د مېرمنو او نجونو لپاره سپورټي کلپ جوړ شوی دی.

دا کلپ، کابو څلورمیاشتې مخکې د ښځو د حقونو په برخه کې د یوې فعالې لخوا جوړ شوی دی.

د دغه کلپ مسوولان وايي چې د ورځې تر ۴۰ مېرمن او نجونې دلته سپورټ کوي.

د دغه کلپ مسووله مریم درانۍ وايي:«موږ یو خوندي او امن بنسټ جوړ کړی چې هلته ښځې وکړای شي سپورټ وکړي. هغه کسان چې تر ډېره موږ ته مراجعه کوي، ناروغان دي او ډاګټر د هغوی لپاره د سپورټ سپارښتنه کړې ده.»

ډیری دغه مېرمني ناروغاني دي، او وايي داکترانو ورته سپارښتنه کړي ده ، تر څو سپورټ وکړي. د دوی په خبره ډېري ښځي چې دلته ورزش کوي، د ویني لوړ فشار، ډېر وزن او شکرې په ناروغی اخته دي.

یوه له دغو مېرمنو غوټۍ څرګندوي:«زما ستونزه دا ده چې د وینې غوړ لرم؛ هر ډاکټر ته چې ورځم، راته وايي چې سپورټ وکړه. پاکستان ته هم ولاړم، ډاکټر راته وویل چې سپورټ وکړه. خو موږ په کور کې امکانات نه لرو او کله چې خبره شوم دلته کلپ جوړ شوی، دلته راغلم او اوس دوه میاشتې کېږي چې سپورټ کوم.»

بله مېرمن چې په دغه کلپ کې ورزش کوي. هغه له دې چې دغه کلپ جوړ شوی خوشحاله ده او هغه د کندهار په سنتي ټولنه کې له نرواکۍ سره مبارزه ګڼي:«موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې هلته نرواکه ټولنه ده او تاسو ته مالومه ده چې ښځې په کور کې ساتل کېږي. خو که چېرې غواړي چې مېرمنې یې روغې وي او په کور کې خوشحاله وي، هغوی ته دې اجازه ورکړي چې سپورټ وکړي؛ ځکه که مېرمنې روغې وي، کورنۍ هم روغه وي.» 

د یاد کلپ مسووله وايي که څه هم د کلپ د فعالیت په لومړیو ورځو له سختو نیوکه سره مخ وه، خو اوس ورځ په ورځ په کلپ کې د ښځو حضور ډېرېږي. او خلک په کندهار کې د مېرمنو د کلپ نشتون مهم بولي.

د مېرمنو لپاره دا ځانګړی او لومړنی سپورټي کلپ کندهار کې د ښځینه فعالي مریم درانۍ له لوري څلور میاشتي وړاندي جوړ شو.

شریک یي کړئ