د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې له پیاوړیتا سره پیل کړی او په خپله لومړنۍ لوبه کې یې کوربه مالیزیا ته ۵-۳ ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې رؤوف قادري عالي کړنه لرله او د افغانستان له پنځو ګولو څخه یې درې ګوله ده ترسره کړل.
د ملي لوبډلې دوه نور ګولونه حضرتګل باران او زینالدین شریفي ترسره کړل.
د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله په ډلهييز پړاو کې خپله دویمه لوبه د چین په وړاندې ترسره کوي.
د هېواد د ساحلي فوټبال لوبغاړي په داسې حال کې د چین په وړاندې ډګر ته ځي چې دغې لوبډلې ته یې د اسیا د ۲۰۱۶ ویتنام کې ۹ پر ۶ ماتې ورکړې وه.
د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله په دویمه ډله کې چې د مرګ ډلې په نامه هم یادېږي له ایران،چین،بحرین او مالیزیا سره هم ډلې ده.