Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارغوان جام بایسکل ځغاستې سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارغوان جام بایسکل ځغاستې سیالۍ د روح الله نظري له اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.په دغه جام کې علي اضغر جعفري دویم او علي اکبر جعفري دریم مقامونه خپل کړل.

خو په غرنۍ بایسکل ځغاسته کې مرتضي محمدي لومړی مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې له بامیانو،بلخ،خوست،ننګرهار،کابل او وردکو څخه ۷۰ بایسکل ځغلوونکو د ۷۰ کیلومټرو په واټ سره سیالي وکړه.

له کابل څخه بایسکل ځغلوونکي ذیبح الله قهار په دې اړه وویل:«دا سیالۍ د لوبغاړو د تجربې لپاره ډېرې ښې دي.که‎چېرې سیالي نه وي یو لوبغاړی نه شي کولای خپل فني مهارتونه زیات کړي.»

دغه سیالۍ د ملي اولمپیک له کمېټې پیل او د غوره لوبغاړي له پېژندلو سره د پروان ولایت کې پای ته ورسېدې.

له میدان وردکو څخه ګډونکوونکي لوبغاړي عبدالصبور وویل:«زه دغه سیالۍ د ګډون لپاره له وردکو څخه کابل ته راغلی یم او چې وکړای شم د خپل ولایت لپاره لاسته راوړنه ولرم.»

له بلخ څخه ګډون کوونکي لوبغاړي رحمان فطرت هم وویل:«زه هیله لرم چې د خپل ولایت لپاره یو ښه استازی وم او وکړای شم په راتلونکي کې د افغانستان د ملي لوبډلې غړی شم.»

د هېواد د بایسکل ځغلونې فډراسیون د اشان سیالۍ د بایسکل ځغلوونکو د ودې او د وړتیا د زیاتوالي لپاره اغېزناکې بولي.

شریک یي کړئ