Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ساحلي فوټبال لوبډله د آسیا له سیالیو راستنه شوه

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د آسیا ساحلي اتلولۍ او مقدماتو لوبو کې تر ګډون وروسته هېواد ته راستنه شوه.

په دې لوبو کې افغانستان لومړۍ ډله کې چې د مرګ په نامه یادېده د پیاوړو سیالانو لکه ایران، بحرین، مالیزیا او چین سره لوبه وکړه چې له دوو بریا او دوو ماتو سره یې کار په دې لوبو کې پایته ورسېد.

افغانستان که څه په دې لوبو کې نړیوالو سیالیو ته لاره پیدا نکړه خو د چین او مالیزیا پر وړاندې له دوو بریاو سره ښه وځلېده.

د ساحلي فوټبال کمېټې مسوؤل، روح‎الله رستګار وايي:«د هې،اد لوبډلې چې د هغو تمرینونو سره چې درلودل یې په دې لوبو کې خپله نوې څېره وړاندې کړه. زموږ اصلي موخه هم نړیوالو لوبو ته تګ وه چې له چین او مالیزیا مو لوبه وګټله او وروسته له دې به افغانستان کې د ساحلي فوټبال لوبډله هم یو ځواک وي.»

ده زیاته کړه:«زموږ لپاره ښه تجربه وه، په ځانګړې توګه له ایران سره لوبه چې د آسیا اتله ده او هیله ده چې په راتلونکې کې هم له ایران سره مخامخ شو او ښه لوبه وکړو.»

د دې لوبو وروستی پړاو کې ایران ۷ د ۲ پروړاندې اماراتو ته ماته ورکړه او د دې لوبو اتله شوه.

د ویلو ده چې ایران، جاپان او امارات به د آسیا په استازې‎توب د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په اپریل میاشت کې د باهاما پلازمینه ناسائو کې دې لوبو کې ګډون وکړي.

په دې لوبو کې افغانستان لومړۍ ډله کې چې د مرګ په نامه یادېده د پیاوړو سیالانو لکه ایران، بحرین، مالیزیا او چین سره لوبه وکړه چې له دوو بریا او دوو ماتو سره یې کار په دې لوبو کې پایته ورسېد

شریک یي کړئ