Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مالیزیايي بایسکل‎ځغلونکې جوړه د المپیک ملي کمېټې لخوا وستایل شوه

 د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مالیزیايي بایسکل‎ځغلونکي ښځه او مېړه چې افغانستان ته پر بایسکل راغلي وو، د یوه محفل جوړلو په ترڅ کې و ستایل وستایل‎.
 
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه د یادو ورزشکارانو راتک پر بایسکل په سپورټي برخه کې د اړیکو ټینګښت لپاره ارزښتناکه بولي.
 
دا ښځه او مېړه وايي چې د سولې او یووالي پیغام راوړو په موخه کابل ته راغلي، او غواړي نړۍ ته ښکاره کړي چې اسلامي هېوادونه د سولې غوښتونکي دي. دوي به د هرات له لارې ایران ته ولاړ شي.
 
دوی وایي دغه سفریې کابو لس میاشتي وړاندې د اسلامي کلتور د پاتې شونو د انځورکولو په موخه پیل کړ او له ۱۴ هېوادونو راتېر شوي دي.
 
مالیزیایۍ نور عادله وايي:«د مالیزیايي مسلمان په توګه، موږ ښځې کولی شو جوماتونو ته ورشو، هر بل ځایته چې مو غوښتي وي کولای شو لاړ شو. موږ په سفر کې ولیدل چې په ځینو هیوادونوکې د ښځو لپاره شرایط ډیر ستونزمن وو. کله چې چیرته ځي باید یو ساتونکی ولري باید څوک ېې ملتیا وکړي.»
 
 هغوې له مالیزیا، تایلند، مینمار، نیپال، هند، پاکستان، چین، قرغیزستان، قزاقستان ازبیکستان او افغانستان ته سفر کړی.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه د یادو ورزشکارانو راتک پر بایسکل په سپورټي برخه کې د اړیکو ټینګښت لپاره ارزښتناکه بولي

شریک یي کړئ