Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي پروژې د امنیت د ټينګښت لپاره د هرات د امنیتي چارواکو ژمنه

د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د غازو د نل لیکې د غځولو د کار له پیلېدو سره په ورته وخت امنیتي ادارې هم د دغې پروژې د امنیت د ټینګښت د څرنګوالي د څېړلو په حال کې دي.

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو رئیس هرات ولایت ته تللی ترڅو د یخنۍ په موسم کې د دغو سیمو د امنیت د ساتلو او له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د هېواد د لوېدیځې حوزې په پنځو ولایتونو کې د پولیسو توانمني وڅېړي او د هغو سیمو چې د ترکمنستان د غازو نل لیکه پکې تېرېږي د امنیت د ټینګښت پروګرامونه پيل کړي.

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو رئیس محمد سالم احساس په دې اړه څرګنده کړه: "تاسو ته ډاډ درکوم چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له ټول ځواک سره دغه پروژه (ټاپي) په غوره بڼه وساتو او په مخ یې یوسو".

له بلخوا د هېواد په لوېدیځ کې د ملي اردو قوماندان د ژمي په رارسېدو سره د پوځي عملیاتو د پيلولو خبر ورکوي او وايي ډېر ژر به افغان ځواکونه د هېواد د لوېدیځې حوزې په څلورو ولایتونو کې د طالبانو پر پټن‎ځایونو برید وکړي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال تاج محمد جاهد په دې اړه روښانه کړه: "موږ د دښمن په پرتله غوره‎والی لرو او زموږ وړتیاوې لوړې دي،دا د دښمن توانمنۍ محدوده وي،موږ خپل ژمنۍ عملیات په هغو سیمو کې چې امنیتي ستونزې شته ترسره کوو".

له بلخوا د هرات د امنیې قوماندان د دغه ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره د هڅو خبره کوي او زیاتوي د هرات د امنیت د ساتلو لپاره ځانګړي پوځیان ګمارل شوي دي.

د هرات د امینه قومندان جنرال عبدالمجید روزي په دې اړه روښانه کړه: "له قول اردو څخه یو شمېر اضافه ځواکونه زموږ له ځواکونو سره یوځای کېږي".

د یخنۍ د موسم په رارسېدو سره د هرات په ولسوالیو کې نښتې کمې شوې دي او په ښار کې ترهګر بریدونه د زیاتېدو په حال کې دي، یوازې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې په دغه ولایت کې بریدونه شوي چې له امله یې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د غازو د نل لیکې د غځولو د کار له پیلېدو سره په

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه