Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره د افغانستان چمتووالی

د ټاپي پروژې د کار د پیل لپاره په دغې پروژه کې د شاملو څلورو هېوادونو څلور اړخیزې خبرې اترې پیل شوې دې.

د کانونو او پترولیم وزارت په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي کولو لپاره د بېلابېلو څېړنو خبر ورکوي

د د غه وزارت چارواکي وايي چې د ترکمنستان د غازو د نل لیکې کار د هغه له مهالوېش سره سم پیل شوی دی او هڅه کېږي چې په هېواد کې د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره لازمې زمینې برابرې شي

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند محیی الدین نوري څرګنده کړه: "د کانونو وزارت د ټاپي پروژې د پلي کولو لپاره په بشپړه توګه چمتووالی لري".

نوري زیاته کړه: "اوس چې له تاسو سره خبرې کوم،او د ټولنیز پوهاوي خپرونې پیل شوي دي او هم د شاملو هېوادونو ترمنځ د تړون لیک لپاره څلور اړخیزې خبرې اترې جریان لري".

ویل کېږي چې افغان حکومت د ټاپي پروژې امنیتي طرحه د ترکمنستان له چارواکو سره به شریکه کړي.

د ټاپي پروژې له مخې د ترکمنستان ګاز د یو زرو ۷۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي سره د یوې نل لیکې له لارې افغانستان ؛ پاکستان او هند ته رسول کېږي ؛ ددې نل لیکې ۷۳۵ کیلومټره د افغانستان په خاوره کې غځول کېږي .

او د ټاپي پروژې په ګټې اخیستنې سره به په هېواد کې زرګونه کسانو ته د کار د زمینې پر برابرېدو سربېره په کال کې افغانستان له هند او پاکستان نه څه باندې ۵۰۰ مېلیونه ډالره د غازو د ټرانزيټي حق په توګه ترلاسه کړي .

د ټاپي پروژې د کار د پیل لپاره په دغې پروژه کې د شاملو څلورو هېوادونو څلور اړخیزې خبرې اترې پیل شو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه