Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاپي، د سیمه‎ييزو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پول

د ترکمنستان ولسمشر له اسلام آباد څخه په لیدنه کې د ټاپي نل لیکې پر اهمیت ټينګار وکړ او وې ویل چې ټاپي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او وروۍ پر پول به بدل شي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف وویل:" زه یو ځل بیا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د نل لیکې پر اهمیت ټینګار کوم، دا تړون د هغو هېوادونو هڅو ښودنه کوي چې د دغې پروژې په عملي کولو کې ونډه لري".

ښاغلي محمدوف زیاته کړه: " موږ د دغې پروژې د جوړولو کار په بري سره پيل کړ، دغه لویه پروژه هېوادونو سره نږدې کوي او د هېوادونو د اوسېدونکو ترمنځ به د دوستۍ او ورور ولۍ پول رامنځته کړي".

د پاکستان لومړی وزیر هم د دغې پروژې عملي کېدو ته هیله من دی.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف څرګنده: " موږ نن یوه ګډ تړون او پيغام ته ورسېدو، د هوکړې د سندونو په ګډون چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ښودنه کوي، دغه تړونونه به زموږ د دوستانه اړیکو له پياوړتیا سره مرسته وکړي".

له بلخوا یو شمېر کارپوهان وایي چې په دغه پروژه کې شامل هېوادونه باید د تاپي د نل لیکې پر لاره د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو په کار کې لازیاتې هڅې وکړي.

د تاپي پروژې کار د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په دسمبر میاشت کې پیل شو او تمه کېږي چې تر ۲۰۱۹ کال پورې پاي ته ورسېږي.

د ترکمنستان ولسمشر له اسلام آباد څخه په لیدنه کې د ټاپي نل لیکې پر اهمیت ټينګار وکړ او وې ویل چې ټ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه