Skip to main content
وروستي خبرونه
تودی خبری

تودې خبرې: دوحه کې د سولې خبرو په تړاو له شنونکو سره بحث

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي څلور غړي د قطر له پلازمېنې دوحې نه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې سعادت منصور نادري، فوزیه کوفي، متین بیګ او کلیم الله نقیبي د هغه څه له امله چې خپلې شخصي ستونزې یې په ګوته کړې دي، کابل ته راغلي دي.

ورته مهال د چارو ځينې شنوونکي په دې اند دي چې له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې بهیر، د دغو مذاکراتو د کړنلارې پر سر د اختلافونو د نه حل کېدو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي او د دغو اختلافونو د حل لپاره د پاکستان هڅو هم کومه پایله نه ده لرلې.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې اریکسن سوریده سره لیدلي دي.

اوس ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې طالبان د سولې خبرې ځنډوي.

په دې خپرونه کې کوربه، نعمت روان پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.

د خپرونې مېلمانه:

د ولسمشر سلاکاره، ملالۍ شینوارې

د سیاسي چارو کارپوه، رفیع زیارمل

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews