تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د افغانستان په تړاو د جنیوا ناسته
د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس، د نړۍ د نږدې سلو هېوادونو او نړۍوالو ادارو د استازو په ګډون پیل شوی.
چې افغان حکومت، فنلینډ او ملګري ملتونه يي کوربتوب لري.
افغان حکومت له نړیوالي ټولنې غوښتنه کړې چې د ۴ کلونو لپاره ور سره د ملي بودېجي له لاري مرستي وکړي.
د نړیوالې ټولنې له میلیاردونو ډالرو مرستې سره، سره چې له افغانستان سره يې کړي، لا هم افغانان شکایت کوي چې په ژوند کې یې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د افغانستان د ورڼتیا بنسټ غړی، ناصر تیموري
د حکومت د رسنیو مرکز مشر، لطیف محمود
د مدني ټولنې د فډرېشن مشر، صدیق منصور انصاري