تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او افغانستان کې د ښځو حالت
د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ پر داسي مهال افغانستان کې لمانځل کېږي چې لا هم په دغه هيواد کې هره ورځ د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي پېښې تر سره کېږي.
په افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي افغان ښځې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو وژنې، وهلو، ټکولو، په کوچینوالي د ودولو، او له اساسي او اسلامي حقونو بې برخې توب سره لاس او ګریوان دي
په دې خپرونه کې کوربه، نعمت روان پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه :
د ښځو فعاله، خاطره اسحاقزۍ
د مدني ټولنې فعاله، فرزانه رحیمي
د ولسي جرګې غړې، شګوفه نورزۍ