تودې خبرې: د سولې خبرې او پرې د نړیوالو مرستو اغېزه
د امریکا متحده ایالات وایي، افغانستان سره د نړۍوالو د مرستو یوه برخه په دې شرط ده چې د سولې مذاکراتو کې پرمختګ وشي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر وایي، نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه واشنګټن، افغانستان څخه د مالي ملاتړ په بدل کې، د سولې بهیر کې پرمختګ او فساد سره مبارزه غواړي. مایک پومپیو د دوحې مذاکراتو ته په اشاره وایي، څه چې روان دي، په راتلونکې کې له افغانستانه د نړۍ د ملاتړ پر کچه اغېز کوي.
بل لوري اروپایي ټولنې چې د جنیوا کنفرانس کې افغانستان سره راتلونکو څلورو کلونو لپاره مرسته اعلانوله، ټینګار یې وکړ چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید وي، ولسواکي وي، د قانوني حاکمیت او د بشر حقونه.
په دې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، صاحب نظر سنګین
د ولسي جرګې غړی، یارباز حمیدي
د نړۍوالو چارو شنونکی، عثمان کامران