تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: په مسوولانه توګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل
د امریکا ولسي جرګې له افغانستانه په مسوولانه توګه د امریکایي ځواکونو د وتلو لایحه تصویب کړه. هغه لایحه چې ښايي د امریکا اوسنی ولسمشر ډانلډ ټرمپ دې ته اړ کړي، چې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د بېړني خروج بهیر سوکه کړي.
د دغې لایحې په یوې برخه کې راغلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر باید له ۴ زرو راکم نه شي؛ ځکه چې امریکايي ځواکونه به په اوسنیو شرایطو کې له افغان ځواکونو د ملاتړ او همداراز د ترهګرۍ ضد ماموریتونه په ښه توګه ترسره نشي کړای.
په دې خپرونه کې کوربه، فواد اکبرزي پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسمشر مرستیال ویاند، دواخان مینهپال
د پوځي چارو شنونکی، طاهر یرغل
حقوق پوه، عبدالسبحان مصباح
د چارو شنونکی، واحد فقیري