تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: قطر ته د طالبانو د پلاوي سفر
په قطر کې د افغان مذارکراتو له درېدو څو ورځي وروسته د طالبانو یو پلاوی له قطر څخه پاکستان ته تللی دی.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویلي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی پلاوی به په اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د دوه اړخېزو اړیکو په اړه ناستي ولري.
په دې خپرونه کې کوربه، نعمت روان له مېلمنو سره پر همدې موضوع خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د زابل پخوانی والي، خیال محمد حسیني
د ولسي جرګې غړی، الله ګل مجاهد
د ولسمشر سلاکار، محمد سالم حسني